سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسٸول سره راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنيو مرستو د چمتو کولو په موخه ناسته وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۴۶
خبر

سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسٸول سره راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنيو مرستو د چمتو کولو په موخه ناسته وکړه!


نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسٸول ښاغلي حسین احمد بوتاني سره له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی سره د مرستو ترسره کولو په پار ناسته وکړه.
لیدنه کې سرپرست عمومي رئیس د دوی په راتګ خوښي وښوده او له افغاني سرې میاشتې سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې یې د دوی د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ مننه وکړه.
دا راز ښاغلي دلاور په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسئول څخه غوښتنه وکړه، څو له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته خپلو سیمو ته د لېږد په موخه د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو، روغتیایي خدماتو او خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي. 
ورپسې ښاغلي بوتاني په خپلو څرګندونو کې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې یوه خير خواه قطري میرمن هوډ لري، تر څو نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او د افغاني سرې میاشتې له لارې د یوه روغتیایي مرکز او نجونو لپاره د ښوونځيو او مدرسو جوړولو په اړه د سرې میاشتې له رهبرۍ سره وګوري او له دې لارې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS