سرپرست عمومي رئیس د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتو د بهیر ارزونه وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۳:۱۷
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتو د بهیر ارزونه وکړه

شنبه، ۳ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور مرکزي روغتون کې د البصر خیریه بنسټ د روغتیاپالانو له لوري د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتو له څلور ورځني روان بهير د ارزونې او ناروغانو ته د مٶثرو او پر وخت خدماتو د رسونې په موخه ليدنه وکړه. 

 سرپرست عمومي رئیس د البصر خیریه بنسټ له لوري په هرات او مزارشریف کې بې وزله وګړو ته د سترګو د درملنې او عملیاتو برخه کې د ترسره شویو او پلازمېنه کابل کې د وړاندې کېدونکو خدماتو مننه وکړه، د روغتیاپالانو هڅې یې وستایلې او د الله جل جلاله له دربار څخه یې ناروغانو ته د کاملې شِفاء او روغتیاپالانو ته د عظیم اجر غوښتنه وکړه.

دا راز ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې د افغاني سرې مياشتې له لوري د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملياتو لپاره  نوي روغتون کې د خدماتو پيل، نږدې راتلونکي کې د سترګو، شونډو او تالو چاود ناروغانو د درملنې په موخه د روغتيايي ټيمونو د بيا ځلې راتګ او د نورو بېلا بېلو ناروغيو د درملنې برخه کې به له بهر څخه د روغتياپالانو رابللو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د مشعل بیات ښوونځي پر ۱۰۶۵ زده‌ کوونکو قرطاسیه او بکسې ووېشل شوې

چهارشنبه، ۷ جمادى الاخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې ادارې اړوند د کابل مشعل بیات ښوونځي پر ۱۰۶۵ زده‌ کوونکو قرطاسیه او بکسې ووېشل شوې.

د یادو توکو د وېش مراسمو کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۱۳
Background image

کندز؛ د ۳ روغتیايي بستونو لپاره له ۴۸ تنو نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز او مرستون آمریت لپاره د ٣ روغتیايي بستونو لپاره د وړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د بریتانیا سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

چهارشنبه، ۷ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو له اجرائیوي مشر ریچارډ بلویټ، د افغانستان او پاکستان لپاره. . .

BACK TO NEWS