سرپرست سکرتر جنرال د ترکیې سرې میاشتې او سفارت له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي په موخه وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۳:۳۵
خبر

سرپرست سکرتر جنرال د ترکیې سرې میاشتې او سفارت له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي په موخه وکتل!

نن پنجشنبه د شوال میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې له مسئول ښاغلي نعیم کریمي او د سفارت له ځينو مسئولینو سره له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د حل لار موندلو او هغوی ته د ورځني ژوند برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه ناسته ترسره کړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال د ناستې ګډونوالو ته د راستنوشویو کډوالو کورنیو د وضعیت او شته ستونزو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو سربېره له هغوی غوښتنه وکړه، ترڅو له افغاني سرې میاشتې سره د کډوالو په لاسنيوي او ملاتړ کې ونډه واخلي.
ورپسې ياد پلاوي د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو بشرپالو خدماتو او فعاليتونو له هڅو ستاینه وکړه او له دې خیریه ملي ټولنې سره یې د کډوالو د لاسنیوي برخه کې د په بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

بامیان؛ د څه باندې ۶۳٠٠ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۴ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بامیان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۸۶۱ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

کابل؛ فاریاب کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند د ۲۰۴۰ متر مربع ځمکې د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د تهیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۸
Background image

دایکندي کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دایکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۰۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS