زابل ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۶:۵۹
خبر

زابل ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ له ۳۷۵ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱۶.۶۸۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴۴.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۶:۲۲
Background image

کونړ کې پر ۱۵۸ زلزله ځپلو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې پر ۱۵۸ کورنیو د بشري لاسنیوي په موخه ۲ قلمه د غیر خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲
Background image

د واورې ورښت؛ پروان کې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وکړه، چې په کې ۱ خېمه، ۶. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۵۶
Background image

بدخشان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١٠ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٢٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS