زابل، زرګونو ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ۱١ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي پرسونل په تېرو ۴ اونیو کې د زابل ولایت په کچه زرګونه ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په یاده موده کې له ۸۸۸۴ ناروغانو سره د معاینې، درملو، پانسمان، واکسین او خوارځواکۍ برخو کې مرستې شوي او ۸۴۱۹ تنو ته د روغتیا برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.