ايراني سرې میاشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٤٥ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۷:۳۰
ايراني سرې میاشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٤٥ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۷ 
د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه د ایراني سرې میاشتې  ۴۵ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، په افغانستان کې د یاد هېواد د سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي په لاس، کابل نړیوال هوايي ډګر کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو څانګې رئیس ښاغلي ملا محمد صالح اخندزاده ته وسپارل شوه. 
د مرستې د سپارلو پر مهال ښاغلي اخندزاده د ایران ولس د بشري مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول مرستې نه یوازې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو  پوره کولو کې مرسته کوي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه نیت څرګندونه هم کوي. 
په افغانستان کې د ایران سفیر په خپلو خبرو کې یاده کړه، چې د ایران ولس د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د زلزله ځپلو کورنیو درد خپل درد ګڼي، نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د زلزله ځپلو افغانانو د ملاتړ او لاسنیوي لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ایراني سرې میاشتې له لوري به څه کم ۶۸ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو نوره مرسته هم چې په کې ورېجې، چای، خېمې، کمپلې، د پخلنځي وسایل او نور اړین توکي شامل دي، د ځمکې له لارې هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس. . .

BACK TO NEWS