د هلمند، ارزګان او کابل نماینده ګیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې واستول شوې!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۳ - ۸:۵۰
ارسال مواد غذایی و غیر غذایی به ولایات هلمند، ارزگان و نماینده گی کابل !

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲مه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ۱۲۱۹۴۹۰۷ افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي او د حفظ الصحه هایجن کېټونه د هلمند، ارزګان او کابل ولایتونو نماینده ګیو ته واستول شول.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص د یادو ولایتونو نمایندګیو ته د مذکورو توکو د لېږد پر مهال وویل، چې "د خوښۍ ځای دی چې افغاني سره میاشت له هېوادوالو سره بشري مرستې کوي، خو دا مرستې زمونږ هېوادوالو ته بسنه نه کوي؛ زه له ټولو درنو شتمنو هېوادوالو هیله او غوښتنه کوم، چې په خپلو مرستو د افغاني سرې میاشتې ملاتړ وکړي ترڅو وکولای شوو د هېواد ګوټ ګوټ ته مرستې ورسوو".

د یادولو وړ ده، چې په دې لېږل شوې مرسته کې د هلمند ولایت نماینده ګۍ ته ۱۷۱ د پخلنځي سيټونه، ۱۳۲۳ تختې کمپلې، ۲۹ تختې ترپالونه؛ د ارزګان ولایت نماینده ګۍ ته ۳۱۶ بابه خیمې، ۲۵ تختې کمپلې او د کابل ولایت نمایندګۍ ته ۶۰۰ کارتنه درې قلمه او پنځه قلمه خوراکي توکي او همدا راز ۲۲۰۰ حفظ الصحه هایجن کېټونه د وېش په موخه واستول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS