د لنډمهالې سرپناه په موخه؛ تخار کې ۲ راستنو شوو کورنیو ته خېمې ورکړل شوې
شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په تالقان ښار او بهارک ولسوالۍ کې له ۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۲ خېمو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې پر ۳۲ راستنو شوو کورنیو خېمې وېشل شوې وې.
د راستنو شوو هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه دي.
