د سیمه ایزې پروژې مسول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۴۳
د دندې اعلان

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: د کندهار ولایت لپاره د سیمه ییزې پروژې مسؤل

اداره: افغاني سرې میاشتې ټولنه
ځای: کندهار

ریاست: د افغانې سرې میاشتې د روغتیایي خدماتو ریاست

رتبه/مرحله: قراردادي

راپور ورکول: د مرکزي دفتر د پروژې مسؤل ته

راپور ترلاسه کول: په کندهار او هلمند ولایتونو کې له ګرځنده روغتیایي ټیمونو څخه.

د خالي بست شمېره:   
hr@0038


د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
۱۴۴۶/۱۰/۲۲
۱۴۰۴/۱/۳١
2025/ April/ 20


د سیمه‌ییزې پروژې د مسؤل دندې:

د سیمه‌ییزې پروژې مسؤل د افغاني سرې میاشتې ټولنې په چوکاټ کې له پیل څخه تر پایه د پروژو د طرحې او مدیریت د پلي کېدو مسؤلیت لري. هغه د خلکو او پروسو همغږي کوي تر څو پروژه پر وخت، د ټاکلي بودیجې او ټاکلو موخو سره سم ترسره شي. د سیمه ییزې پروژې مسؤل د پروژې د ټیم او د ادارې د مشرتابه ترمنځ د اړیکو پل جوړوي. هغه د د پروژې له اړونده توکو لکه د مایکروسافټ پروژې څخه د د پروژې د طرحې، څارنې او د هغې د پرمختګ په اړه شریکانو ته د منظم راپور ورکولو لپاره ګټه اخلي.  

د سیمه ییزې پروژې د مسؤل مسؤلیتونه: 

۱. د پروژې د موخو، ساحې، رولونو او مسؤلیتونو تعریف/ مشخص کول.
۲. د سرچینو د اړتیاوو تعریف کول او په داخلي او بهرني ډول د هغې د شتون او وېش مدیریت کول.
۳. د اړتیاوو پر اساس د بودیجې طرحه کول او د لګښتونو څارنه تر څو پروژه له بودیجې سره سمه پای ته ورسیږي.
۴. د پروژې تفصیلي پلان جوړول او د پروژې د مهمو پړاوونو، کاري جریانونو او فعالیتونو لپاره مهالویش برابرول.
۵. د پلان سره سم د پروژې پلي کول.
۶. د پروژې د پرمختګ څارل او د پروژې ټیم او شریکانو ته منظم راپور ورکول.
۷. د پروژې په موخو، مهالویش یا بودیجه کې د هر بدلون مدیریت او له هغوی سره سمون ورکول.
۸. د پېښېدونکو ګواښونو پیژندل او مخنیوی یې.
۹. د ګټه اخیستونکو او شریکانو ترمنځ د اړیکو مدیریت او د دې ډاډ تر لاسه کول چې پروژه دوی ته د قناعت وړ ده.
۱۰. د احتمالي ډونرانو پلټنه.
۱۱. د مالي ملاتړ او ډونرانو د جلب او پیدا کولو په موخه د پیاوړي پیغام جوړول.
۱۲. د احتمالي ډونرانو پیژندنه او له هغوی سره اړیکه نیول.
۱۳. د مرستو ټولولو لپاره د کمپاینونو او پروګرامونو تنظیمول.
۱۴. د ډونرانو د معلوماتو ثبتول.
۱۵. د مالي ملاتړ د پخوانیو پرګرامونو د بریا/کامیابۍ ارزونه کول.
۱۶. د مالي ملاتړ د راټولولو په موخه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو کارکوونکو ته د کړنلارې او اصولو روزنه ورکول.
۱۷. د دې ډاډ ترلاسه کول چې د قانوني راپور ټولې غوښتنې پوره شوې دي.

د دندې ترلاسه کولو شرطونه:
تعلیمي اسناد:
۱. له یوه رسمي طبي پوهنتون څخه د ایم ډی سند.
۲. د عامې روغتیا برخه کې ماسټري یو امتیاز دی.

مسلکي تجربه:
۱.لږ تر لږه له ۳ تر ۴ کلونو پورې د روغتیا په مدیریت یا رهبرۍ په برخه کې تجربه ولري.
۲. د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ پروګرامونو کې ثابته تجربه.

تصدیقونه/سندونه:
۱.د ایګزیټ/فراغت په ازموینه کې د بریالي کیدو په ګډون د افغانستان د طبي شورا لخوا تصدیق شوی.
۲. د رواني روغتیا د تشې/ ستونزو د عملي پروګرام معتبر سند درلودل.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، او کاري تجربو تصدیقونه) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا ليک:
hr@arcs.af

اړيکې شمېره:

+93-706-750-299

یادونه: ناتکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies