د دندې اعلان

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۲۰
د دندې اعلان

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: د اېکو/ الټراسوند تکنېشن (Echo / Ultrasound Technician)

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کابل، نهمه ناحیه، د پل پادشاه سیمه، د سوري زړه پر ناروغۍ داخته زېږېدلیو ماشومانو د درملنې روغتون

اړونده څانګه: د روغتیايي خدمتونو ریاست، د ماشومانو د زړه روغتون

بست:  څلورم

د بستونو شمېر: ١

راپور: د ماشومانو د زړه روغتون رئیس ته

راپور اخیستل له:  

د بست کوډ نمبر :  hr@0039

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱۱/۲۴
۱۴۰۴/۳/۱
2025/May/22

د دندې موخه:

د ایکوکاردیوګرافي او الټراسوند له وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو او سراپا (OPD) مراجعینو په خپل وخت د زړه او ماشومانو کې د نورو ستونزو د تشخیص خدمات وړاندې کول.

وظیفوي مسئولیتونه: 

۱. له هرې کاري ناستې وړاندې د ایکو کاردیوګرافي (ECHO) او التراسونډ د وسایلو ساتنه او د Calibration کره سنجش کول.

۲. ناروغانو ته آرام چاپېریال او د معاینې/ کتنې اتاق برابرول، د پروسې پړاوونه تشریح او د محرمیت په ساتلو سره د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ویل.

۳. د ښه کیفیت لرونکي انځورونه اخیستل، د HMIS/EHR او راپور ورکولو په سیستمونو کې د ناروغ معلومات ثبتول.  

۴. د ترسره شویو معایناتو او انځورونو د لومړنیو معلوماتو د راپور ورکولو برخه کې د زړه له متخصص ډاکټر سره له نږدې همکاري کول.

۵. د ایکو معایناتو پر مهال د ناروغ حیاتي  نښې څارل او د عفونت د مخنيوي په پام کې نیولو سره له انتان د مخنیوي او کنټرول له پروتوکولونو سره سم خونديتوب تضمینول. 

۶. د پېچلیو مواردو برخه کې د پرېکړو کولو او د روغتیايي ټيم د ډلییزو ویزیټونو او سهارنیو لیدنو په راپورونو کې ګډون کول.

۷. د سراپا ( OPD ) مراجعینو او زړه څانګې د انځورونو اخیستلو او پروتوکولونو په لیکلو کې برخه اخیستل.

۸. د روغتون کدرونو او ځوانو ډاکټرانو ته د ایکو او التراسونډ برخه کې د نویو مهارتونو او پرمختللیو تکنیکونو په هکله کم تر کمه دوه علمي کنفرانسونه دایرول.

۹. د روغتون د رهبرۍ لزوم دید ته په کتو د شپې شیفټونه ترسره کول او د شیفټ بندۍ د جدول پر بنسټ بېړنیو اړیکو ته ځوابونه ورکول.

۱۰. د طبابت اخلاق، اصول او د ناروغانو محرمیت ساتل او کاري چاپېریال کې د ښځينه وو اسلامي حجاب رعایتول. 

۱۱. د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بنسټیزو اصولو سره سم د عامې روغتیا وزارت د معیارونو په رڼا کې د هېواد نافذه قوانینو ته په کتو د روغتون د ریاست له لوري سپارل شوې دندې په غوره توګه ترسره کول.


وړتیاوې:

۱. د طبي ټکنالوژۍ په ځانګړې توګه د ایکوکاردیوګرافي یا الټراسوند) (Diagnostic Medical ECHO/Sonography) 
برخه کې  د لیسانس ديپلوم درلودل.

۲. له عامې روغتیا وزارت (MoPH) یا داسې نړیوالې معتبرې مؤسسې څخه د سونوګرافي برخه کې رسمي جواز، چې د لوړو زده‌کړو/عامې روغتیا وزارت له خوا تایید شوی وي، درلودل.

۳. د زړه برخې ته ځانګړې شوي روغتون یا کلینیک کې د ایکو له ماشین سره د بلدتیا برخه کې کم تر کمه ۳ کلنه تجربه درلودل.

۴. د طبي انځورونو اخیستلو برخه کې د HMIS/EHR DHIS II , KOBO سیستمونو له کمپيوټري مهارتونو سره بلدتیا درلودل.

۵. حاضرۍ ته پابندي کول، وخت ته ارزښت ورکول او د ډلييز کار روحیه درلودل.

۶. زغم لرونکی، مهربانه او زړه سوانده اوسېدل، د سوري زړه پر ناروغۍ له اخته ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره اغېزمنې اړیکې ټينګول.

۷.په ملي ژبو (پښتو او دري) برلاسي او انګلیسي ژبې سره بلدتیا لرونکي شخص ته لومړیتوب ورکول کېږي.

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪
+93-706-750-299

یادونه: نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies