د دندې اعلان

Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د ماشومانو متخصص (Pediatric Specialist )
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل، نهمه ناحیه، د پل پادشاه سیمه، د سوري زړه پر ناروغۍ داخته زېږېدلیو ماشومانو د درملنې روغتون
اړونده څانګه: د روغتیايي خدمتونو ریاست، د ماشومانو د زړه روغتون
بست: درېیم
د بستونو شمېر: ١
راپور: د ماشومانو د زړه روغتون رئیس ته
راپور اخیستل:
د بست کوډ نمبر : hr@0040
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱۱/۲۴
۱۴۰۴/۳/۱
2025/May/22
د دندې موخه:
په روغتون کې د سراپا (OPD) برخه کې ماشومانو ته تخصصي او لومړني خدمات وړاندې کول، د ماشومانو د ښه والي، مرګژوبلې او معیوبیت راکمولو په موخه قلبي او غیرې قلبي ناروغۍ تشخیص او مدیریت کول.
وظیفوي مسئولیتونه:
۱. په ورځنۍ توګه د ماشومانو د سراپا (OPD) څانګې خدمات او د کلینیک چارې مدیریت کول.
۲. په ماشومانو کې عامې او د زړه هغه ناروغۍ چې ژر وپېژندل شي، تشخیص او درملنه یې کول.
۳. د زړه ګراف (ECG) تشریح او ترسره کول او د اړتیا پر مهال د ایکوکاردیوګرافۍ (ECHO) د معایناتو ترسره کولو په موخه همغږي کول.
۴. د ماشومانو د معالجې او درملنې له تعقیب څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د ناروغانو د څارنې، وقایې او درملنې پروګرام جوړول.
۵. د روغتیايي ټيمونو د ګروپي کتنو (ویزیټونو) او سهارنیو لیدنو په راپورونو کې ګډون کول.
۶. د سراپا او OPD برخه کې د تشخیص او درملنې د پروتوکولونو په لیکلو کې برخه اخیستل.
۷. په کره توګه د ناروغانو معلومات په HMIS سیستم کې ثبتول او د خوندیتوب له چک لست سره سم دوسیې بشپړول.
۸. شپني شیفټونه ترسره کول او د شیفټ بندۍ د جدول پر بنسټ په بېړنیو اړیکو کې حضور درلودل.
۹. کورنیو ته روغتیايي لارښوونې کول او نويو کارکوونکو ته زده کړې ورکول.
۱۰. روغتیايي اخلاق او اصول، چې په هغو کې د طبابت اخلاق، نظم او د خویندو حجاب شامل دي، رعایتول.
۱۱. د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بنسټيزو اصولو سره سم د څانګې د ریاست له لوري سپارل شوې ټولې دندې ترسره کول.
۱۲. له پلان سره سم د کیفیت د ښه والي د کميټو په ناستو کې ګډون کول او د تخصصي خدماتو وړاندې کولو د کیفیت برخه کې شوې پرېکړې عملي کول.
۱۳. د اړونده سیمو د پاکوالي او اشغالو د تفکیک او مدیریت برخه کې فعال رول درلودل.
۱۴. ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په پار له عمومي پلان سره سم میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی پلان جوړول.
۱۵. د اړتیا پر مهال اړونده ادارې ته د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی راپور وړاندې کول.
۱۶. د افغاني سرې میاشتې له اصولو او مقرراتو سره سم د مشرتابه له لوري سپارل شوې ټولې دندې ترسره کول.
وړتیاوې:
۱۷. د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوی د M.D تحصیلي سند او په هېواد کې دننه/ بهر د ماشومانو برخه کې د روغتون تخصصي فلوشیپ درلودل.
۱۸. د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا ازموینه یې باید ورکړې وي او د فعالیت جواز ولري.
۱۹. عامې روغتیا وزارت MoPH سره ثبت روغتون کې چې د ماشومانو څانګه ولري، کم تر کمه ۳ کاله کاري تجربه درلودل.
۲۰. غوره اخلاق درلودل، د وخت او کاري شیفټونو پابندي کول.
۲۱. زړه سوانده، زغم لرونکی او مهربان شخصیت اوسېدل او د ډلییز کار روحيه درلودل.
۲۲. HMIS او نورو طبي برخو کې کمپيوټري مهارتونه درلودل.
۲۳. په ملي (پښتو او دري) ژبو برلاسي او د مسلکي راپورونو د جوړولو په موخه له انګلیسي ژبې سره بلدتیا لرل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
+93-706-750-299
یادونه: نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.