د افغانې سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د همکاریو د پیاوړتيا په موخه ناسته وشوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۸:۳۴
خبرونه

د افغانې سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د همکاریو د پیاوړتيا په موخه ناسته وشوه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام نن دوشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۱ مه، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسٸول ښاغلي میلن ګیزدا ویک او د آسیا پاسفيک حوزې د پلان جوړونې، څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د تضمین کیفیت مشرې آغلې پووا الیس هو سره وکتل. 

ناسته کې سرپرست سکرتر جنرال په وېتنام کې د ۵۱ ملي ټولنو د آسیا پاسفیک حوزې په تېر یوولسم کنفرانس کې د دې خیریه ملي ټولنې د مخکنۍ رهبرۍ له لوري د کارونو په اړه شویو تعهداتو ته ژمنتیا وښوده او دا راز یې له افغاني سرې میاشتې سره د بشري خدماتو په برخه کې د نړیوال فدراسیون د دوامداره همکارۍ، هڅو او غوره همغږۍ څخه هم مننه وکړه. 

ورپسې د آسیا پاسفيک حوزې لپاره د پلان جوړونې، څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د تضمین کیفیت مشرې په خپل معلوماتي پریزنټیشن کې په تېر کنفرانس کې د بحث شویو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې او په یاد کنفرانس کې یې د رضاکارانو د خدماتو، ملي ټولنو د تقویت او پياوړتيا، اقليمي بدلون، طبيعي پېښو ته د چمتووالي او ملي ټولنو ته د داخلي عایداتي سرچینو موندلو په اړه د بحث شویو موضوعاتو او په ځينو برخو کې د شویو تعهداتو په هکله لازم معلومات وړاندې کړل او هم یې د چارو د لاښه والي په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې زرګونه اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥٧٨٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

پکتيا؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ۱۴۴٧
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د پکتيا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ١٨٠ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي ﷺ، لیک لوست،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۶:۲۴
Background image

د ختیځ زون د مرستون ممتاز زده کوونکي وستایل شول

یکشنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، ننګرهار ولایت کې د مرستون هغه زده کوونکي، چې په بېلابېلو ښوونځیو کې په عالي درجو بریالي شوي و؛ د جلال اباد ښار د پوهنې امريت، ښوونځيو،. . .

BACK TO NEWS