د افغانی سرې میاشتې له لوري ۱۵ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان څلورو داخلي روغتونونو ته ور وپیژندل شول
نن یکشنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري یو ځل بیا د سوري زړه په رنځ اخته ۱۵ تنه ماشومان پلازمېنه کابل کې ۴ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل شول.
د یادو ناروغانو درملنه او عملیات د قطر هېواد د سرې میاشتې په مالي مرسته او د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي مرسته ترسره کېږي.