د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ  د قطر د سرې میاشتې په مالي ملاتړ د اړمنو د لاسنيوي په موخه د ٣ پروژو پرانيست غونډه ترسره شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۹:۴۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ  د قطر د سرې میاشتې په مالي ملاتړ د اړمنو د لاسنيوي په موخه د ٣ پروژو پرانيست غونډه ترسره شوه!

نن سه شنبه د شعبان میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ د قطر د سرې میاشتې په مالي ملاتړ د روان زيږديز کال په ترڅ کې د ٣ نوو پلي کېدونکو پروژو پرانيسته د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې  د قطر د سرې میاشتې مسؤل ښاغلي حسین احمد بوتاني او  په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې ترسره شوه.
غونډه کې د افغاني سرې مياشتې مرستیال د يادو پروژو پر پيليدا خوښي وښوده او ددې مهمو پروژو له لارې ترسره کېدونکې  مرستې یې د اړمنو هېوادوالو ، بې سرپرسته کورنيو او معلولینو  لپاره خورا زیاتې مهمې او اغېزمنې يادې کړې. 
همدا راز ښاغلي عزیز الرحمن له افغاني سرې میاشتې سره په ستونزمنو حالاتو کې د قطر سرې میاشتې له هر اړخيزې همکارۍ څخه مننه وکړه او دواړو لوریو ترمنځ یې ګډه همکاري د بشري مرستو د پراختیا او دوام په پار  يو مهم ګام وباله. 
ورپسې په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسؤل په خپلو څرګندونو کې د يادو پروژو په اړه د هر اړخيزو معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ  دا پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ځواکمنتیا لپاره ارزښتمنې وګڼلې او زياته يې کړه چې  موږ به له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې جاري وساتو. 
دا راز په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مرستیال د افغاني سرې مياشتې ټولنه  او د قطر سره مياشت د نړیوال فدراسیون غړې ملي ټولنې يادې کړې او د دا ډول پروژو د دوام د غوښتلو ترڅنګ يې دواړو لوریو ته مبارکي ورکړه.

د يادونې وړ ده چې د يادو ٣ مهمو پروژو له لارې به  ۳۲۸ تنه معلولينو ته ویلچرونه، د روژې په مناسبت سمنګان او ارزګان ولایتونو ۸۵۰ کورنیو ته د خوراکي توکو بستې او په میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۴۱
Background image

سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بشري همدردۍ په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۲۲
Background image

ننګرهار؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه

جمعه، ٧ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، ننګرهار ته د سفر پر مهال د سرې مياشتې له بېلابېلو ملکيتونو د ليدنې ترڅنګ د ودانيو عمومي حالت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
Background image

کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS