د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۶:۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول سره وکتل!

نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د نړیوال فدراسیون د آسیا څانګې له مسئول ښاغلي الکساندر متیو، په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي نېسېفور مګینډي او مل پلاوي سره د یو لړ موضوعاتو په موخه لیدنه وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د افغاني سرې میاشتې د خدماتو او بشرپالو فعاليتونو په تړاو د هر اړخيزو او تفصیلي معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د نړیوال فدراسیون له لوري د شویو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې "مونږ ستاسې مرستې په پوره شفافیت تر اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته وګړو رسولي او هیله مو ده، څو راتلونکې کې له افغاني سرې میاشتې سره خپلې بشري مرستې لا پراخې او چټکې کړئ.

ورپسې ښاغلي متيو په خپلو خبرو کې  د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او زیاته یې کړه، چې نړیوال فدراسیون هڅه کوي څو په افغانستان کې د خلکو اقتصادي کچه پورته او د غربت کچه راښکته شي او له افغاني سرې میاشتې سره په هره برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۴۱
Background image

سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بشري همدردۍ په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۲۲
Background image

ننګرهار؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه

جمعه، ٧ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، ننګرهار ته د سفر پر مهال د سرې مياشتې له بېلابېلو ملکيتونو د ليدنې ترڅنګ د ودانيو عمومي حالت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
Background image

کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS