د افغاني سرې میاشتې مرستیال د لغمان ولایت له نمایندګۍ او اړونده املاکو  لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۷:۵۴
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د لغمان ولایت له نمایندګۍ او اړونده املاکو  لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د خپل سفر په لړ کې د يو پلاوي په ملتيا د لغمان له ولايتي څانګې او املاکو څخه لیدنه وکړه.
 ښاغلي مرستیال ته د لغمان نمايندګۍ د مسٸولينو له لوري د ياد ولايت په سطحه د ترسره شوو بشرپاله فعاليتونو او د سرې مياشتې د شته املاکو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې شول او د موجوده ستونزو په اړه يې خپل وړانديزونه هم شريک کړل.

ښاغلي حافظ عزيز الرحمن یادو ستونزو ته د حل لارو په موخه ژمنه وکړه او د افغاني سرې مياشتې له املاکو څخه د مٶثرې استفادې په اړه يې اړونده مسٸولينو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

بامیان؛ د څه باندې ۶۳٠٠ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۴ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بامیان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۸۶۱ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

کابل؛ فاریاب کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند د ۲۰۴۰ متر مربع ځمکې د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د تهیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۸
Background image

دایکندي کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دایکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۰۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS