د افغاني سرې میاشتې له لوري بغلان کې ۲۰۰ نورو کورنیو ته هم د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۴ - ۱۶:۵۰
جمعیت هلال احمر افغانی به تعقیب مساعدت های خویش در ولایت بغلان برای ۲۰۰ فامیل مواد خوراکی مساعدت نمود!

نن د روان ۱۴۰۰لمریز کال د لیندۍ پر ۲۴مه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له هغو ۶۰۰ کورنیو ۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه، چې څه موده مخکې د افغاني سرې میاشتې د سروې د ټیم له لوري د وچکالۍ ځپلو د سروې په ترڅ کې یې سروې شوې وه. یاده مرسته نن د شمال ختیځ زون لپاره د سرې میاشتې د رییس انجینر احمد فرید، په بغلان ولایت کې د سرې میاشتې د رییس ډاکتر جان محمد او یو شمېر نورو کارکوونکو په شتون کې وویشل شوه. ټاکل شوې، چې په یاده ولسوالۍ کې پاتې ۴۰۰ نورو سروې شویو کورنیو ته به هم زر یاده مرسته وویشل شي.

څلور ورځې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بغلان  ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د بېخ او شاوخوا نورو کلیو ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته ویشل شوې وه. په یادو مرستو کې ۸ قلمه خوراکي توکي شامل دي، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی BP5 بیسکویټ  شامل دي، چې د سره صلیب او سرو میاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ ۴۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او لومړنیو روغتیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۱۸
Background image

کابل؛ ۴۶ ناروغ ماشومان له درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۹ نور د درملنې په موخه المان ته واستول شول

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په هڅو او د المان د سولې کلي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ ۴۶ تنه هغه ناروغ ماشومان چې د سختو سوځېدنو او د هډوکو د میکروبي ناروغیو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۳۶
Background image

کندهار؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۲۲ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې پر ۴۰۰ هغو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د شپږم او وروستي پړاو په ترڅ کې ۸. . .

BACK TO NEWS