د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور او مرستیال یې د مرکز اړوند رئسانو سره ناسته وکړه.

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۴:۲۹
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۱۵مه، ددې خيريه ملي ټولنې د مرکزي ریاستونو د ځينو رئیسانو په شتون کې د شمال لويديځ مرکزي سيمه یيز زون او اړوندو ولایتي نمایندګیو له رئیسانو سره د شته ستونزو د حل او د خدماتو د لا ښه والي په موخه انلاین ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې د اسلام له نظره ددې خیریه ملي ټولنې پر مسئولیت او فعاليت رڼا واچوله او د بې سرپرستو کونډو، یتیمانو،ناروغانو او اړمنو لاسنیوی یې د دې ادارې بنسټیز هدف وباله.
نوموړي له اړوندو مسئولینو څخه په رښتینې توګه د خدماتو ترسره کولو ترڅنګ غوښتنه وکړه څو اړمنو او محتاجو وګړو ته د مرستې رسونې په برخه کې له سستۍ، خیانت اوفساد څخه ځان وساتي.
ورپسې ټولو ګډونوالو خپلې ستونزې واورولې او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS