د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه د ننګرهار ولایت له والي سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۲:۱۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه د ننګرهار ولایت له والي سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ القران والحدیث شهاب الدین دلاور نن شنبه د شوال د میاشتې په ۱۴مه د ننګرهار ولایت له والي ښاغلي الحاج ملا محمد نعیم اخند سره هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو اورېدلو او د هغوی د لازم او چټک لاسنیوي په موخه لیدنه ترسره کړه.

ناسته کې ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې افغاني سرې میاشتې په خپل ټول توان د راستنو شویو کډوالو ملاتړ ته را دانګلي او هم یې له خپلو کاري شریکانو سره په یاد مورد اړینې ناستې ترسره کړي؛ څو له هغوی څخه اړوندې مرستې ترلاسه او تر مستحقو هېوادوالو یې ورسوي.

بلخوا د ننګرهار ولایت والي هم د راستنو شویو کډوالو اړوند د افغاني سرې میاشتې د روانو خدمتونو قدرداني او ستاینه وکړه او د لا نورو بشري خدمتونو هیله یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS