د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان  د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۸:۵۴

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان  د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر ښاغلي الحاج محمد علي اخلاقي، مرستيالانو او غړو سره د يو لړ موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس دوى ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په خپلو څرګندونو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ياد کړ او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې خپلواکې او ملي بشرپالې ټولنې په توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د  ټولو هېوادوالو لپاره خپل خيرپاله، روغتيايي او ښوونيز خدمات د هر ډول تبعيض پرته سرته رسوي.

ورپسې د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون مشر په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې بشرپال خدمات او فعاليتونه وستايل او د اړمنو، بې وزلو، پېښځپلو او ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې يې د سرې مياشتې فعاليتونه او خدمات د قدر وړ او اغيزمن ياد کړل. دا راز د کميسون د يو غړي له لوري په بلخ ولايت کې افغاني سرې مياشتې ته د يوه روغتيايي کلينيک د جوړېدو په پار د وقف شوې ځمکې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د دوى له لوري د اړمنو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو ځينې وړانديزونه هم شريک شول چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د هر راز همکارۍ  ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۶:۲۲
Background image

کونړ کې پر ۱۵۸ زلزله ځپلو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې پر ۱۵۸ کورنیو د بشري لاسنیوي په موخه ۲ قلمه د غیر خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲
Background image

د واورې ورښت؛ پروان کې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وکړه، چې په کې ۱ خېمه، ۶. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۵۶
Background image

بدخشان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١٠ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٢٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS