د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او مرستیال يې د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې له عمومي مسئول، په افغانستان کې د یادې کمېټې مشرې او د چین د سره صلیب له اجرايوي مشر سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۸:۲۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او مرستیال يې د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې له عمومي مسئول، په افغانستان کې د یادې کمېټې مشرې او د چین د سره صلیب له اجرايوي مشر سره وکتل!

نن چهارشنبه د شعبان د میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په کابل کې،  د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې له عمومي مسئول ښاغلي پییر کرېینبل، په افغاستان کې د یادې کمېټې له مشرې آغلې کترینا رېټز او د چین د سره صلیب له اجرايوي مشر وانګ کي سره لیدنه  وکړه.
د یادې لیدنې په پیل کې ښاغلي دلاور دوی ته تر ښه راغلاست وروسته په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې د بېلابېلو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه په مفصل ډول معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې "مونږ له هر ډول تبعیض او تعصب پرته، پر ټاکلي وخت د مرستندویه هېوادونو مرستې تر اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو رسوو او له مرستندويه هېوادونو غوښتنه کوو څو د اړمنو، بې سرپرسته کورنيو او پېښځپلو د لاسنيوي او د  رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې د افغاني سرې مياشتې هر اړخيز ملاتړ وکړي".

همدا ډول د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې مسئول، په افغانستان کې د آی سي آر سي مشرې او د چین د سره صلیب اجرايوي مشر د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې له یادې خیریه ملي ټولنې سره به د مرستو په پراخوالي کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د کابل له مرکزي مرستون او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز او خدماتي چارو څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS