د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال د افغانستان لپاره د اندونېزیا هېواد له سفیر سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۷:۹
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال د افغانستان لپاره د اندونېزیا هېواد له سفیر سره وکتل!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي حافظ عزت الله امین په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر ښاغلي بوډي رحمت سوریا ساپوترا سره له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو برابرولو په موخه ناسته وکړه. 
ناسته کې سرپرست سکرتر جنرال د اندونیزیا هېواد له لوري افغانانو سره د ترسره کړو مرستو مننه وکړه او له دوی څخه یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لنډ مهاله سرپناه، روغتیایي خدماتو او بېړنیو بشرپالو مرستو چمتو کولو غوښتنه وکړه. 
ورپسې په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعاليتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ به راستنېدونکو کډوالو ته د هغوی اړتیاوو ته په پام مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS