د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۵۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!
نن پنجشنبه د رمضان میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي مرستیالانو د افغاني سرې میاشتې له يو شمېر کاري شریکانو ( نړيوال فدراسيون، قطر، ترکيې، ډنمارک او ناروې ملي ټولنو) سره له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د برابرولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په خپلو څرګندونو کې د کاري شریکانو د غوره همغږۍ، اغېزمنو او اوږد مهاله همکاریو څخه مننه وکړه او له افغاني سرې میاشتې سره یې د ناچاره او بې وسه وګړو د لاسنیوي برخه کې د دوی مرستې مهمې وبللې. 
دا راز نوموړي له کاري شریکانو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو کورنیو له رارسېدو سره سم هغوی ته د پخو خوړو، د څښاک لپاره د اوبو برابرولو، خپلو سیمو ته د لېږد، سرپناه چمتو کولو او راتلونکي کې د هغوی د ځان بسياینې په موخه د ځينو مهمو پروګرامونو برابرولو غوښتنه وکړه. 
ورپسې کاري شریکانو په خپلو څرګندونو کې د ګډو فعاليتونو او خدماتو په ترسرکولو کې همغږي او همکاري اغېزمنه وګڼله او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو او ملاتړ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۴:۳۲
Background image

بلخ؛ په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۰۴۰۰ ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

پنجشنبه، ۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۸۱۴۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS