د افغاني سرې میاشتې د مرکز او ولاياتو د دعوت او ارشاد مديرانو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا او لاسته راوړنو په تړاو ورکشاپ پيل شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۳۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د مرکز او ولاياتو د دعوت او ارشاد مديرانو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا او لاسته راوړنو په تړاو ورکشاپ پيل شو!

نن دوشنبه د شعبان میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد رياست اړوند د مرکز، ساحوي رياستونو او نمايندګيو د دعوت او ارشاد مديرانو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا او د دوى د لاسته راوړنو په اړه ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت، د ياد رياست د رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن مهاجر او د مقام د معاونيت د سلاکار ښاغلي مولوي هدايت الله فتاحي په شتون کې پيل شو.
د ياد ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ښاغلي رئيس د ننني ورکشاپ د ارزښت او اهميت په تړاو د خبرو ترڅنګ په ټولنه کې د غوره دعوت د مخته وړلو او د داعي د مسٸوليتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
 ورپسې په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال ښاغلي مرستیال  د اسلام له نظره د دعوت د اصولو او د داعي د صفاتو او اخلاقو په هکله تفصيلي بيان وړاندې کړ او د خلکو د فکري روزنې په برخه کې يې د دعوت او ارشاد د مديرانو دوامداره هڅې مهمې يادې کړې او له دوى يې وغوښتل څو د الله تعالى د رضايت په پام کې نيولو سره په خالص نيت د الله پاک او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم پيغام تر خلکو په سمه طريقه ورسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۴:۳۲
Background image

بلخ؛ په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۰۴۰۰ ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

پنجشنبه، ۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۸۱۴۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS