د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

Website_admin
جمعه ۱۴۰۱/۹/۴ - ۸:۲۸
د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د غالب پوهنتون د استازي دوکتور مفتي محمد اسحاق نوري ترمنځ د ګډو همکاریو دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د کال په هر سمستر کې هغو ۵ تنو ته د لیسانس د دورې ۵ سکالرشیپونه ورکوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري غالب پوهنتون ته ور وپېژندل شي. همدا ډول به د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵ ور پېژندل شویو کسانو ته د غالب پوهنتون د روغتیایي زده کړو. په انسټیټیوټ کې وړیا شمولیت ورکول کېږي. د هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰ ورپېژندلو محصلینو ته ۵۰ سلنه تخفیف هم ورکوي. همدا ډول هر کال به د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰ ورپېژندل شویو زده کوونکو کې ۳ تنو ته وړیا او ۷ نورو ته په ۵۰ سلنه تخفیف زده کړه ورکول کېږي. ددې تر څنګ به د غالب پوهنتون د معالجوي طب او غاښونو طب څانګې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو مرسته کوي. د هوکړه لیک له مخې به افغاني سره میاشت په هرات ولایت کې خپلو کلینیکونو کې د غالب پوهنتون  ستاژ د دورې محصلین مني.

 

د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

 

د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون تر منځ درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پنجشیر!

د افغاني سرې میاشتې فرعي کلینک پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ کې له تیرې اونۍ راهیسې ۲۵۱ تنو ته او پي ډي خدمات ، ۵۵ تنو ته واکسین، ۲۰ تنو ته پانسمان، ۳۰ تنو ته د ماشوم او مور ساتنې، ۱۶ ماشوما. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

پکتیا!

د افغاني سرې میاشتې له لورې پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اړوند، د څمکنیو مرکزي روغتون کې د غړیتوب سیستم په تړاو غونډه ترسره شوه. د یادې غونډې په ترڅ کې ۲۰ تنه نوي غړي جذب شول، چې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۳:۴۱
Background image

پروان!

ځوان کهول ته د زده کړو زمینه برابرول د افغاني سرې میاشتې له سترو موخو ګڼل کیږي، ځکه خو نن شنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د رجب په ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د پروان ولایت ښوونیز. . .

BACK TO NEWS