تخار کې ۶۰۰ بزګرانو ته ۳،۰۰۰٠ مېوه لرونکې ونې ووېشل شوې
شنبه، ۱۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون د پروژې تر چتر لاندې ۶۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۳،۰۰۰٠ اصله بېلابېلې مېوه لرونکې ونې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې هر بزګر ته د کرنې د پراختیا او د هغوی د ملاتړ په موخه ۵٠ اصله مېوه لرونکې ونې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د کرنې او معیشت په برخه کې د دوامدار ملاتړ له لارې اړمنو بزګرانو ته د ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.
