تخار؛ ۵۰ مېرمنو ته د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو او معیشتي ملاتړ زمینه برابره شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۸:۲۴
T

دوشنبه، ۱ ذو ‌الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۵۰ مېرمنو ته د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو او معیشتي ملاتړ زمینه برابره شوه، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنې شوې وې.

ټاکل شوې ده، چې ګډونوالې به شپږو میاشتو لپاره د خیاطۍ په څلورو روزنیزو مرکزونو کې د مسلکي استادانو تر لارښوونې لاندې د خياطۍ حرفوي زده‌ کړې ترلاسه کړي او د روزنې تر بشپړېدو وروسته به ورته تصدیق ‌پاڼې هم ورکړل شي.

د حرفوي زده‌ کړو له پیل وړاندې يادو مېرمنو او یا د هغوی سرپرستانو ته د خیاطۍ د وسایلو او اړینو توکو د پېرلو لپاره ۴۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې له مخې یې د هرې مېرمنې لپاره ۹ زره افغانۍ ځانګړې شوې وې.

دغه پروګرام د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست، د خطر کمونې آمریت له لوري د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې موخه یې د مېرمنو د حرفوي مهارتونو لوړول، اقتصادي پیاوړتیا، د کار موندنې فرصتونو رامنځته کول او د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو کمول دي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د حرفوي او معیشتي پروګرامونو له لارې د ټولنې اړمنو قشرونو ته د کار، عاید او ځان‌ بسیاینې فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS