بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۳
خبرونه

بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ٢٠مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروې د سره صليب په مالي همکارۍ د کابل په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، د نوموړي  د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ناروې د سره صليب استازو  په شتون کې د ٢٠٠٠ بېرته راستانه شويو کډوالو کورنيو سره د ژمنيو بستو، حفظ الصحه کېټونو او د انساني کرامت بستو د وېش لړۍ په کابل ولايت کې ٨  کډوالو کورنيو ته د مرستې په ورکړې سره پيل شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ناروې د سره صليب له مرستې د مننې ترڅنګ په دې سوړ ژمي کې دا ډول مرستې ارزښتمنې او مهمې يادې کړې او زياته يې کړه چې د يادې مرستې موخه چې د بېرته راستانه شويو کډوالو کورنيو ته د ژوندانه اسانتياوې برابرول او په دې سوړ ژمي کې د هغوى ملاتړ دى، په نزدې ورځو کې به په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا، خوست، لوګر، قندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو کې پر  ٢٠٠٠ راستانه شويو کډوالو کورنيو ووېشل شي.
دا راز ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې افغاني سره مياشت د اړمنو، بې سرپرسته کورنيو، راستانه شويو کډوالو او پېښځپلو د لاسنيوي او دوى سره د مرستو په برخه کې په بشپړ شفافيت خپل بشرپال خدمات او چارې سرته رسوي.

د یادونې وړ ده، چې په ياده مرسته کې ٢٠٠٠ ژمنۍ بستې، ۴۰۰۰ د حفظ الصحې کېټونه او ٢٠٠٠ د انساني کرامت بستې شاملې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۲۱
Background image

کابل کې پر داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

کابل کې پر داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې له ۲۳۰ کورنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۳
Background image

بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ٢٠مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروې د سره صليب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

بغلان ولایت کې ۶۰۳ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې!

بغلان ولایت کې ۶۰۳ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې!

 افغاني سرې میاشتې د تېرو ۳ میاشتو په لړ کې بغلان ولایت کې د خپل ښوونیز مرکز له لارې ۶۰۳ تنو هغو زده کوونکو ته، چې په. . .

BACK TO NEWS