بادغیس؛ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
دوشنبه، ۲۴ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند په باغک کلي کې د سېلابونو د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پروژې په ترڅ کې د ۱۵۵ متره په اوږدوالي، ۲.۵ متره پلنوالي او ۱.۹ متره په لوړوالي د اوبو کانال جوړ شو، چې چارې یې په ۲۰ کاري ورځو کې بشپړې شوې.
د کانال د جوړولو پر مهال ۱۲۰ مسلکي او غیر مسلکي کاریګر په کار وګومارل شول او د کار په بدل کې یې ورځنى مزد ترلاسه کړ.
دا پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې شوې ده او موخه یې د باغک کلي د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو سیمو د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه ساتنه او د خلکو د شتمنیو خوندي کول دي.
د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون رئیس، ډاکټر عبدالبصیر رحماني، د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دې ډول عام المنفعه پروژو پلي کول د طبیعي پېښو له امله خلکو ته د اوښتونکو زیانونو په کمولو او د هغوی د ځمکو او شتمنیو په ساتنه کې مهم رول لري.
