افغاني سرې میاشتې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د پکتیا ولایت په اړوندو سیمو کې ۸۳۰۴ وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۹:۵۷
خبرونه

افغاني سرې میاشتې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د پکتیا ولایت په اړوندو سیمو کې ۸۳۰۴ وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
روغتياپالانو په یاده موده کې ۲۷۲۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۴۲۷ تنو ټپیانو پانسمان، ۸۶۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۹۱۰ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۵۴۰ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۶۶۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۷۶ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

====================================

هلال احمر افغانی در طی یک ماه گذشته برای ۸۳۰۴ تن در مناطق مربوطه ولایت پکتیا خدمات صحی عرضه نموده است.
در این مدت داکتران برای ۲۷۲۸ تن بعد اﺯ معاینه ادویه لازم را فراهم نموده. ۴۲۷ مجروح پانسمان، برای ۸۶۳ زن و کودک جهت‌ جلوگیری از بیماری‌های مختلف واکسین تطبیق و به ۲۹۱۰ تن در مورد حفظ الصحه مشوره های لازم ارائه نموده، نیز برای ۵۴۰ تن زن خدمات نسایی ولادی صورت گرفته. همچنین برای ۶۶۰ کودک مبتلا به سوءتغذی مواد غذایی فراهم و برای۱۷۶ زن در مورد تنظیم امور خانواده گی مشوره لازم ارائه شده است.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

BACK TO NEWS