زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د ولایتي څانګې له چارو څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
Mon, Sep 14 2026 1:47 PM
Z

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د زابل ولایت د افغاني سرې میاشتې له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د زابل د ولایتي څانګې رئیس الحاج ملا عبدالمنان فاروق د څانګې د فعالیتونو ترڅنګ د زابل د خلکو اړتیاوې او شته ستونزې له مشرتابه سره شریکې کړې.

ښاغلي دلاور او ښاغلي عزیزالرحمن د نماينده ګۍ له مسٶولينو څخه د خلکو د اړتیاوو او ستونزو له اورېدو وروسته، د هغوی ستونزو ته د رسېدګۍ برخه کې د لازمې پاملرنې ډاډ څرګند کړ او د ولایتي څانګې د چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ پر پیاوړتیا يې ټینګار وکړ.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او مرستیال کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې په ښه توګه او پر ټاکلي وخت ترسره کړي، څو زیانمنو او اړمنو خلکو ته د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه پر وخت ورسېږي او اړتیاوو ته یې مناسب ځواب وویل شي.

د دې لیدنې پر مهال د ولایتي څانګې د فعالیتونو ارزونه، د خلکو د اړتیاوو او ستونزو د وضعیت معلومول او د خدمتونو د لا ښه او پر وخت وړاندې کولو لپاره د همغږۍ پیاوړتیا تر بحث لاندې ونیول شول.

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د خپلو ولایتي څانګو د فعالیتونو له نږدې څارنې او ارزونې سره هڅه کوي، څو د زیانمنو او اړمنو خلکو اړتیاوې په ښه توګه درک او د هغوی لپاره خپل بشري خدمتونه لا په ښه ډول وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Sep 17 2026 5:06 AM
Background image

Balkh: Over 20,400 Patients Receive Health Services in the Past Month

Thursday, September 17, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 18,141 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Wed, Sep 16 2026 2:02 PM
Background image

Kandahar: AFN 4 Million in Cash Assistance Distributed to 400 Vulnerable Women

Wednesday, September 16, 2026

 

The ARCS distributed AFN 4 million in cash assistance to 400 vulnerable women in the ninth district of Kandaharuj City as part of the fifth round of. . .

Wed, Sep 16 2026 1:50 PM
Background image

Kabul: Diplomatic Roundtable of ARCS Held on Humanitarian Needs and Expansion of International Cooperation

Wednesday, September 16, 2026

 

The ARCS held a diplomatic roundtable with the participation of representatives of foreign countries, international humanitarian organizations, and. . .

BACK TO NEWS