کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

arcs_website_admin
Sun, Sep 06 2026 4:32 PM
K

یکشنبه، ۲۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره وکتل.

په دې کتنه کې د بشري همکاریو د پراختیا، د طبیعي پېښو پر مهال زيانمنو ته د بېړنیو مرستو د رسولو، له نړیوالو کاري شریکانو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او د اړمنو کورنیو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو خدمتونو د لا پراختیا لپاره یې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د دوامدار ملاتړ او همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي حسام فیصل هم د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه وستایل او د بشري خدمتونو د لا پراختیا او اغېزمنتيا په موخه یې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Sun, Sep 06 2026 5:39 PM
Background image

Kabul: ARCS and IFRC Discuss Expanding Humanitarian Cooperation

Sunday, September 6, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of ARCS, met with Hossam Faysal, Head of the IFRC Delegation in Afghanistan, at the ARCS. . .

Sat, Sep 05 2026 7:45 PM
Background image

Paktia: Five-Day Training Workshop Concludes on Economic Security

Saturday, September 5, 2026

 

The ARCS concluded a five-day training workshop on economic security in Paktia Province for officers and volunteers from six provincial branches in the. . .

Sat, Sep 05 2026 5:34 PM
Background image

Maidan Wardak: Emergency Assistance Provided to Family Affected by Fire

Saturday, September 5, 2026

 

The ARCS provided emergency assistance to a family whose home and belongings were damaged in a fire in Zibdag village of Maidan Shar, the capital of. . .

BACK TO NEWS