افغاني سره میاشت؛ راستنېدونکو کډوالو ته بشري مرستې دوام لري

شنبه، ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په لارښوونه، د هرات ولایت په اسلامقلعه بندر او د نیمروز ولایت په ميلک بندر کې له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو ترڅنګ روغتیايي خدمتونه دوام لري.
په سيمه کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري سلګونه کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي او هرات کې پر ۴ زرو او نيمروز ولايت کې پر ۷۰۰ تنو تازه راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه وېشل شوي دي.