افغاني سره مياشت؛ راستنېدونکو کډوالو او سېلاب ځپلو ته د مرستو موندلو هڅې کوي

arcs_website_admin
Sun, Jul 06 2025 3:15 PM
افغاني سره مياشت؛ راستنېدونکو کډوالو او سېلاب ځپلو ته د مرستو موندلو هڅې کوي

کابل – یکشنبه، ۱۰ محرم‌الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور نن غرمه مهال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي سامي الفخوري او مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د ښه والي، ستونزو او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وکتل. 

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس راستنېدونکو کډوالو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو بشرپالو خدماتو او شته امکاناتو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې افغانستان ته د راستنو شوو کورنیو د اړتیاوو کچه لوړه ده او د نړیوالو خیریه بنسټونو پراخ ملاتړ ته اړتیا ده. 

دغه راز ښاغلي دلاور په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو او اړتیاوو په اړه هم د نړیوال فدراسیون له مشر سره معلومات شریک کړل او د مرستو چمتو کولو غوښتنه یې وکړه، سرپرست عمومي رئیس ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت تل هڅه کوي، څو د نړیوالو بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت تر اړمنو، پېښځپلو او بې‌ سرپرسته کورنیو ورسوي. 

ښاغلي سامي الفخوري د افغاني سرې میاشتې له لوري په بې پرې او اغېزمنه توګه ترسره کېدونکي فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې نړیوال فدراسیون به د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د ښه والي په موخه د پخو خوړو او څښاک لپاره د پاکو اوبو سربېره د اوږد مهاله مرستو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره خپل هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. 

همدا ډول د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي احمد سلیمان هم په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله يو شمېر کورنیو ته پر اوښتو زیانونو خواشيني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې پېښځپلو کورنیو ته به مرستې چمتو  او کډوالو سره شوې ژمنې به عملي کړي.

Latest news

Sun, Jul 06 2025 2:37 PM
Background image

Maidan Wardak: ARCS Provides Humanitarian Aid to Flood-Affected Families

Sunday, July 6, 2025

ARCS delivered vital humanitarian assistance to families affected by recent flooding in Cheen Zaei area of Narkh district, Maidan Wardak Province. A total of 41. . .

Sun, Jul 06 2025 9:56 AM
Background image

2960 Students Receive Education Through ARCS Programs Across the Country

Sunday, July 6, 2025

Over the past week, ARCS has delivered educational and public awareness programs to 2960 learners across the country. These programs were carried out through 37. . .

Sat, Jul 05 2025 6:55 PM
Background image

Khost: ARCS Assists 18 Flood-Affected Families

Saturday, July 5, 2025

ARCS has provided non-food relief items to 11 families recently affected by flooding across four districts (Mandozai, Zazi Maidan, Sabari, Tani) in Khost. . .

BACK TO NEWS