د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د المان سولې کلي بنسټ له مسٸولينو سره د نويو پروژو د پيل په اړه خبرې وکړې

arcs_website_admin
Tue, Jun 17 2025 8:17 PM
شیخ شهاب الدین دلاور المان استازي لیدنه

کابل – سې شنبه، ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په مرکزي دفتر کې د آلمان د سولې کلي خیریه بنسټ له مشرې آغلې بیرګېټ سټېپټر، د اړیکو او همغږۍ مسؤلې آغلې کلاودیا پپمولر او مل پلاوي سره د طبېعي پېښو له امله د زیانمنو شویو وګړو ، بې سرپرسته کورنيو د لاسنیوي او ځان بساینې برخه کې د نویو پروژو د پيل په تړاو وکتل.


ښاغلي دلاور د ياد بنسټ له لوري په اور سخت سوځېدليو او ميکروبي هډوکو لرونکو ناروغانو د درملنې په برخه کې د مرستو قدرداني وکړه او د بشري همکاريو د پراخېدو غوښتنه یې وکړه.
همدا راز سرپرست عمومي رئیس دوى ته د بشرپالو پروژو د تطبيق برخه کې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ هم ورکړ.

راغلي پلاوي د مخکينيو پروژو په تطبيق کې  د افغاني سرې میاشتې له همکارۍ مننه وکړه او د پېښځپلو د درملنې په موخه د  ګرځنده روغتیايي ټیمونو د برابرولو، بې سرپرسته کورنيو ته د ځان‌بساینې پروګرامونو، او نورو بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 10:45 PM
Background image

ARCS Acting General President Met the Representative of Qatar Red Crescent

Tuesday, June 17, 2025

Acting General President of ARCS, Sheikh Ul Hadith Shahabuddin Delawar, convened a meeting at his office with Mr. Ahmad Othmani, Program Director of the Qatar. . .

Tue, Jun 17 2025 2:51 PM
Background image

Healthcare Services Delivered to 6739 Residents in Uruzgan Province

Tuesday, June 17, 2025

Over the past 30 days, the medical staff of ARCS besides providing medical checkups and provision of medication for patients, dressing wounded, vaccine. . .

Tue, Jun 17 2025 11:50 AM
Background image

Educational Services for 272 Students in Herat

Tuesday, June 17, 2025

Over the past three months, the youth and volunteers training center of ARCS in Herat Province has provided educational opportunities to 272 students. The. . .

BACK TO NEWS