د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، د قطري سرې میاشتې پروګرامونو له مسئول سره وکتل

arcs_website_admin
Tue, Jun 17 2025 6:17 PM
د شیخ شهاب الدین دلاور او قطري پلاوي لیدنه

سې‌شنبه، ۲۰ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې قطري سرې میاشتې د پروګرامونو له مسئول احمد عثماني سره وکتل. په دې ناسته کې دواړو لورو د بشري مرستو، د شوو ژمنو د تعقیب او د ګډو همکاریو د پراخولو پر عملي اقداماتو خبرې وکړې.
په پیل کې ښاغلي دلاور قطري سرې میاشتې له مرستو قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه چې د پاکو اوبو برابرول، د سوري زړه ناروغانو درملنه او جراحي عملیات، د معلولینو لپاره د وېلچېیرونو برابرول هغه برخې دي چې قطري سرې مياشتې له خوا یې ژمنې شوي دي. 
نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو ژمنو پلي کول نه یوازې د اړمنو ژوند ته اسانتیا برابروي، بلکې د بشري خدماتو په برخه کې د اغېزناکې همکارۍ یو مهم ګام ګڼل کېږي.
ښاغلي دلاور زیاته کړه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته دا ډول شراکتونه ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې افغاني سره مياشت د هېواد په کچه له بشري اړخه د خدماتو وړاندې کولو یوه مهمه مرجع ده، او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره همغږي او مرستې کولای شي د ولس ستونزې راکمې کړي.
قطري سرې میاشتې د پروګرامونو مسئول، ښاغلي احمد عثماني ډاډ ورکړ چې د دوی له خوا شوې ژمنې به ژر تر ژره عملي شي. نوموړي وویل چې له مرکزي دفتر سره په همغږۍ هڅه کوي تر دې هم زیاتې مرستې برابرې، او په افغانستان کې د بشري خدمتونو پراخولو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي عثماني همداراز ټینګار وکړ چې قطري سره مياشت د افغانستان له خلکو سره د اوږد مهالو بشري مرستو ژور تعهد لري، او غواړي دا مرستې له ژمنو څخه تر عمل پورې ورسوي، څو اړمنو وګړو ته مستقیمې ګټې ورسېږي.
قطري او افغاني سرو میاشتو تر منځ د همکارۍ دوام کولای شي د یو شمېر حیاتي خدماتو د پیاوړتیا لامل شي

Latest news

Tue, Jun 17 2025 10:45 PM
Background image

ARCS Acting General President Met the Representative of Qatar Red Crescent

Tuesday, June 17, 2025

Acting General President of ARCS, Sheikh Ul Hadith Shahabuddin Delawar, convened a meeting at his office with Mr. Ahmad Othmani, Program Director of the Qatar. . .

Tue, Jun 17 2025 2:51 PM
Background image

Healthcare Services Delivered to 6739 Residents in Uruzgan Province

Tuesday, June 17, 2025

Over the past 30 days, the medical staff of ARCS besides providing medical checkups and provision of medication for patients, dressing wounded, vaccine. . .

Tue, Jun 17 2025 11:50 AM
Background image

Educational Services for 272 Students in Herat

Tuesday, June 17, 2025

Over the past three months, the youth and volunteers training center of ARCS in Herat Province has provided educational opportunities to 272 students. The. . .

BACK TO NEWS