حقوقي ریاست
د حقوقي چارو او بشري ديپلوماسۍ ریاست
د افغاني سرې میاشتې ټولنې تشکیلاتي جوړښت کې د حقوقي چارو او بشري ديپلوماسۍ ریاست ته په ۱۳۹۱ لمریز کال کې ځای ورکړل شوی دی. دا ریاست د اداري مسایلو د هواري په موخه په دوه ( د حقوقي چارو او بشري ديپلوماسۍ) برخو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي.
دا ریاست له خپل تأسیس څخه رانیولې تر دې دمه په بېلابېلو حقوقي برخو کې لاندې فعالیتونه ترسره کوي:
1. د اړونده څانګو په مرسته اداري تقنيني اسناد تدقیق او تسوید کول.
2. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تقنیني اسنادو په اړه پوهاوی ورکول.
3. د ادارې په کچه د تقنیني اسنادو له پلي کېدو څخه څارنه کول.
4. د افغاني سرې میاشتې بېلابېلو څانګو ته حقوقي مشورې ورکول.
5. د دې خیریه ملي ټولنې هوکړه لیکونه، تړونونه او شرطپاڼې تصحیح او تائیدول.
د دې ریاست د بشري ديپلوماسۍ فعالیتونه:
1. له ادارې څخه بهر د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اړه معلومات راټولول.
2. د اسلامي امارت د نظامي او امنیتي ادارو په کچه د غورځنګ د مرکبو او افغاني سرې میاشتې د پېژندنې پروګرامونه جوړول.
3. د نړیوالو بشرپالو حقوقو د فعالتونو په اړه د غورځنګ له مرکبو او غړو سره همغږي کول.
د ۱۴۰۳ کال په تشکیل کې د دې ریاست د کارکوونکو شمېر ۱۵ تنه دی، چې ۱۳ تنه یې مسلکي او پاتې دوه تنه یې خدمتي کارکوونکي دي.