کندز او پروان ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۳ ټنه خُرما ووېشل شوه!

کندز او پروان ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۳ ټنه خُرما ووېشل شوه!
نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په کندز او ۳۵۰ کورنیو سره په پروان ولایت کې په ټوله کې د ۳ ټنه خُرما مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د سعودي عربستان هېواد له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴ کیلو خُرما ورکړل شوه.