د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکزي رياستونو له مسئولينو سره ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکزي رياستونو له مسئولينو سره ناسته ترسره کړه!
نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۳ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې د مرکزي دفتر د ریاستونو له رئیسانو او د مستقلو آمريتونو له آمرينو سره اداري ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د اسلام د مبارک دين له نظره د واک او مسئولیت په تړاو د هر اړخيزو خبرو کولو ترڅنګ په چارو کې پر غوره همغږۍ او د دعوت او ارشاد د قوانینو پر تطبیق بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه ښاغلي حافظ عزیز الرحمن پر نېکيو امر او له منکراتو منع کول د هر مؤمن مسلمان اسلامي او ایماني وجیبه وګڼله او اړونده مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو د الله پاک د رضا حاصلولو او اسلامي امورو د تطبیق په موخه خپل کارکوونکي لازمو کړنو ته وهڅوي.