هرات ولايت کې څه باندې ۱۵۳۸۰ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
هرات ولايت کې څه باندې ۱۵۳۸۰ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د هرات ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۷۷۴۳ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۳۷۱ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۷۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۵۴۱۳ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۸۴۱ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات او ۳۴۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړې دي.