فاریاب ولايت کې ۸۱۶۶ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
فاریاب ولايت کې ۸۱۶۶ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د فاریاب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳۶۳۱ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۳۵۰ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۲۱۷ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۹۱۲ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۴۶۵ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۲۷۹ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۳۱۲ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.