د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې روغتیایي خدمتونه ترسره شول

arcs_website_admin
Wed, Jul 24 2024 3:37 PM
روغتیا پالنه

افغاني سرې میاشتې د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم او ثابتو کلینیکونو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۲۳۳۱ تنو ناروغانو ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړي.

د یادو ناروغانو له ډلې ۳۱۶۸ تنه داخله ناروغانو ته معاینات او درملنه ترسره شوې، ۲۳۰۹ ښځو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، ۸۲۲ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته لازمې سپارښتنې او ۲۸۴ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۱۴۴ ټپیان  پانسمان شوي، ۱۳۹۸ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړل شوي او ۴۲۰۶ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شوی.

Latest news

BACK TO NEWS