کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د نبوي سیرت ازموینې پایلې اعلان شوې

arcs_website_admin
Tue, Nov 03 2026 1:36 PM
K

سې‌ شنبه، ۲۲ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د نبوي سیرت د ورځنیو زده کړو د ارزونې په موخه اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې او ممتازو او لوړو نمرو ترلاسه کوونکو کارکوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، مرستیال يې حافظ عزیز الرحمن، د مقام سلاکارانو او د مرکزي دفتر رئیسانو او کارکوونکو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد عمومي رئیس مولوي محب‌ الله مخلص او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.

د مراسمو د پيل وينا کې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي احمد نور حنیف وویل، د ازموینې موخه یوازې د کارکوونکو د دیني زده کړو ارزونه نه، بلکې د هغوی هڅول هم دي، څو خپلې دیني زده کړې پراخې او د رسول الله ﷺ سیرت او لارښوونې په خپل ورځني ژوند او کاري چارو کې عملي کړي.

نوموړي له کارکوونکو وغوښتل چې په دیني زده کړو کې فعاله ونډه واخلي او د اخلاص، صداقت، امانتدارۍ او ښه چلند له لارې خپل کاري مسؤولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي ارزښتونو زده کړه او په ورځني ژوند او کاري چارو کې د هغو عملي کول د هر مسلمان مسؤولیت دی. نوموړي زياته کړه، د دیني زده کړو دوام او د نبوي سیرت مطالعه د کارکوونکو په فکري او اخلاقي روزنه کې مهم رول لري.

شيخ الحديث دلاور د دعوت او ارشاد ریاست د دیني زده کړو د دوامدار پروګرام ستاینه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې دغه ډول ښوونیز او روزنیز پروګرامونه لا پراخ او په منظم ډول تعقیب کړي.

ورپسې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد عمومي رئیس د دعوت او ارشاد د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، دعوت او ارشاد د اسلامي ټولنې د اصلاح، د دیني پوهې د لوړولو او د اسلامي ارزښتونو د خپرولو له مهمو وسیلو څخه دی.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي لارښوونو عملي کول د هر مسلمان فردي او ټولنیز مسؤولیت دی او د ادارو کارکوونکي باید خپل سیرت او کړنې د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سمې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو لپاره د نبوي سیرت د ورځنیو زده کړو پروګرام د دیني پوهاوي او اخلاقي روزنې په موخه دوام لري. د ازموینې په پای کې ممتازو او لوړو نمرو ترلاسه کوونکو کارکوونکو ته د هغوی د هڅونې په موخه ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Wed, Nov 04 2026 1:42 PM
Background image

Maidan Wardak: 10-Day Workshop on Psychological Support and First Aid Concludes for 40 Volunteers

Wednesday, November 4, 2026

 

The ARCS has concluded a 10-day training workshop on psychological support, hygiene promotion and first aid for 40 male and female volunteers in Saydabad. . .

Wed, Nov 04 2026 9:44 AM
Background image

Kabul: 46 Sick Children Return Home after Treatment, While 79 Others Are Sent to Germany for Medical Care

Wednesday, November 4, 2026

 

Through the efforts of the ARCS and with financial support from Friedensdorf International (Peace Village International), 46 sick children who had been. . .

Tue, Nov 03 2026 3:04 PM
Background image

Kandahar: AFN 8 Million in Cash Assistance Distributed to 400 Vulnerable Women

Tuesday, November 3, 2026

 

The ARCS distributed AFN 8 million in cash assistance to 400 women facing food shortages in the Ninth District of Kandahar city. The distribution took. . .

BACK TO NEWS