کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د بریتانیا له ځانګړي استازي سره د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې

arcs_website_admin
Wed, Oct 14 2026 1:27 PM
K

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره په کتنه کې د هېواد پر بشري وضعیت، د اړمنو وګړو پر اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو وګړو، راستنېدونکو افغان کډوالو او نورو اړمنو خلکو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په اړه بحث وکړ.

ښاغلي دلاور د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو وګړو سره د بریتانیا د بشري مرستو له امله مننه وکړه او د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو، په اوو سیمه‌ ییزو زونونو کې د بې‌ سرپرسته مېرمنو او ماشومانو لپاره د حرفوي زده‌ کړو او مهارتونو د پراختیا د پروګرامونو، د رواني ناروغانو د درملنې او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو په اړه معلومات شریک کړل.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وویل، د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله په هېواد کې ګڼ شمېر خلک له رواني ستونزو سره مخ دي او اړمنې کورنۍ هم ګڼ مشکلات لري؛ له همدې امله یاد وګړي پراخو بشري او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي همدا راز له ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه راستنو شویو افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې وویل چې دغه کورنۍ سرپناه، خوراکي او غیر خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. هغه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بریتانیا د لا پراخې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او نورو بشري برخو کې یې د راتلونکي کال لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي لینډزي زیاته کړه چې هڅه به وکړي د روغتیايي خدمتونو په برخه کې هم له افغاني سرې میاشتې سره د کافي او اغېزمنې همکارۍ زمینه برابره کړي.

دواړو لورو د بشري مرستو د پراختیا، د اړمنو وګړو د ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

Latest news

Fri, Oct 16 2026 3:29 PM
Background image

ARCS Special Week: Fundraising Campaign Launched

Friday, October 16, 2026

 

With the start of the ARCS Special Week, the Society’s staff, volunteers, and members of its provincial assemblies have launched a fundraising campaign by. . .

Thu, Oct 15 2026 12:57 PM
Background image

Nangarhar: Health Kits Distributed to 464 Returning Families

Thursday, October 15, 2026

 

The ARCS distributed health kits to 464 returning families in Khogyani and Momand Dara districts of Nangarhar Province.

The assistance was provided with. . .

Wed, Oct 14 2026 2:40 PM
Background image

Kabul: ARCS General President Discusses Humanitarian Situation with UK Special Representative for Afghanistan

Wednesday, October 14, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, met with Richard Lindsay, the United Kingdom’s Special Representative for. . .

BACK TO NEWS