د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
کندهار
د دندې عنوان: د اوبو او روغتیا ساتنې سیمه ییز مدیر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کندهار
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0332
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۴/۲۹
۱۴۰۵/۷/۲۰
2026/12/Oct
د دندې لنډیز:
د اوبو او روغتیا ساتنې د سیمه ییز مدیر بنسټيزه دنده د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اوبو او روغتیا ساتنې (WASH) پروژو او فعالیتونو اړوند د پلان جوړونې، همغږۍ، تطبیق، ساحوي څارنې او ارزونې، تخنیکي ملاتړ او راپور ورکولو په برخه کې د اوبو او روغتیا ساتنې له آمریت سره همکاري کول دي.
د اوبو او روغتیا ساتنې سیمه ییز مدیر د واش پروژو او فعالیتونو د اړتیاوو په ارزونه، پلان جوړونه، سروې، د فعالیتونو د تطبیق په څارنه، پرمختګ او کیفیت په ارزونه او د تخنیکي او عملیاتي ستونزو په تشخیص او حل کې ونډه اخلي. نوموړی به د پروژو د تطبیق پر مهال د منظور شوو پلانونو، تخنیکي معیارونو، مشخصاتو او اړوندو لارښودونو له رعایت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه له سیمه ییزو ټیمونو سره نږدې همکاري او هغوی ته به لازم تخنیکي ملاتړ برابروي.
دغه بست به د اوبو او روغتیا ساتنې پروژو د تطبیق د پرمختګ، سیمه ییزو موندنو، تخنیکي موضوعاتو او اړتیاوو د ثبت او راپور ورکولو، اړوندو اسنادو د بیاکتنې، سیمه ییزو ستونزو د حل لپاره د مناسبو وړاندیزونو د وړاندې کولو او د پروژو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي په برخه کې د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت تر چتر لاندې د زونونو په کچه فعالیت کوي. همدارنګه، د اړوندو ادارو، قراردادیانو، همکارو مؤسسو، سیمه ییزو ټیمونو، رضاکارانو او د غورځنګ له شریکانو سره به د واش فعالیتونو د مؤثر تطبیق او همغږۍ په موخه اړیکې او همکاري ترسره کوي.
دندې او مسؤولیتونه:
اساسي مسؤولیتونه
• د افغاني سرې میاشتې ټولنې د واش پروګرامونو په پلان جوړونه، تطبیق، همغږۍ، څارنې او ارزونه کې فعاله ونډه اخیستل.
• د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ له نورو غړو، ملي ټولنو، همکارو ادارو او اړوندو دولتي بنسټونو سره د واش فعالیتونو د مؤثر تطبیق په موخه همغږي او اړیکې ساتل.
• د واش پروژو د تخنیکي سروې، ډیزاین، محاسبو، نقشو، احجامو د بیلونو، لګښتونو د اټکل او تخنیکي مشخصاتو په چمتو کولو کې ونډه اخیستل.
• د منظور شوو پروژو، کاري پلانونو، بودیجو او پروګرامي هوکړو له مخې د واش فعالیتونو تطبیق تعقیب او تخنیکي ملاتړ تر سره کول.
• د واش پروژو د کیفیت، پرمختګ او د منظور شوو تخنیکي معیارونو او پروګرامي اړتیاوو د رعایت څارنه کول.
• د واش پروژو اړوند تخنیکي او پروګرامي معلوماتو، راپورونو او اسنادو برابرول او مدیریت کول.
• د بېړني چمتووالي او غبرګون پر مهال د واش اړوندو فعالیتونو په سروې، پلان جوړونې، ارزونې، تطبیق او همغږۍ کې ونډه اخیستل.
• د واش آمریت په لارښوونه په نورو اړوندو کړنو کې فعاله ونډه اخیستنه.
1. د اړتیاوو ارزونه او ساحوي سروې ترسره کول.
• د واش پروژو لپاره د ټولنو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو په ارزونه او سروې کې ګډون کول.
· د اوبو سرچینو د ظرفیت، کیفیت، موسمي وضعیت او دوامدارې استفادې په اړه اړوند معلومات راټولول او ارزول.
• د واش د شته تأسیساتو، نفوس، د اوبو د اړتیاوو او اړوندو ټولنیزو او چاپېریالي شرایطو په اړه معلومات راټولول.
• د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې اړوندو ستونزو، نیمګړتیاوو او لومړیتوبونو پېژندنه او مستند کول.
• د سروې پر مهال د ډیزاین لپاره اړین توپوګرافیک، هایدرولیک، هایدروجیولوژیکي او نور تخنیکي معلومات راټولول او تحلیل کول.
2. د طرحې، ډیزاین او تخنیکي اسنادو په برخه کې همکاري کول.
• د اوبو رسولو د جاذبوي او لمریزو سستمونو، اوبو د ذخیرو، وېش او اړوندو واش تأسیساتو د طرحې او ډیزاین په برخه کې د واش د ډیزاین له انجنیر سره همکاري کول.
• د ساحوي معلوماتو پر بنسټ د واش پروژو د نقشو، تخنیکي محاسبو، احجامو د بیلونو، لګښتونو د اټکل او تخنیکي مشخصاتو په چمتو کولو او بیاکتنه کې ونډه اخیستل او د اړتیا پر مهال بشپړول.
• د واش د ډيزاین د انجنیر له خوا د چمتو شوو ډیزاینونو، احجامو د بیلونو، تخنیکي مشخصاتو او نور اسنادو ته له سیمه ییزو معلوماتو سره مطابقت ورکول او ارزونه ترسره کول.
• د پروژې د تطبیق پر مهال د سیمه ییزو شرایطو د بدلونونو او تخنیکي ستونزو راپور ورکول او د اړتیا په صورت کې د ډیزاین د تعدیلاتو په برخه کې همکاري کول.
• د واش پروژو د تخنیکي اسنادو په راټولولو، تنظیمولو او آرشیف کې همکاري کول.
3. د پروګرام پلان جوړول او تطبیقول.
• د واش پروژو د فعالیتونو د کاري پلانونو په جوړولو او د منظور شوو پلانونو له مخې د فعالیتونو د تطبیق په څارنه کې ونډه اخیستل.
• د پروژو د تطبیق لپاره د اړینو تخنیکي، بشري، لوژستیکي او عملیاتي اړتیاوو په پېژندنه او تعقیب کې ونډه اخیستل.
• د وخت، کیفیت، منابعو او پروګرامي موخو په پام کې نیولو سره د واش فعالیتونو د تطبیق د پرمختګ، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو منظمه څارنه کول.
• د پروژو د تطبیق پر مهال له سیمه ییزو ټیمونو، قراردادیانو، شریکانو او اړوندو تخنیکي کارکوونکو سره نږدې همکاري کول.
• د بېړنیو حالاتو پر مهال د واش اړوندو فعالیتونو د چټکې سروې، پلان جوړونې، تطبیق او همغږۍ په برخه کې ونډه اخیستل.
4. ساحوي څارنه، کیفیت او ارزونه
• د واش پروژو او فعالیتونو منظمې سیمه ییز لیدنې او د تطبیق د پرمختګ څارنه کول.
• د ودانیزو او غیر ودانیزو واش اړوند فعالیتونو د کیفیت، پرمختګ او د منظور شوو پلانونو، ډیزاینونو، مشخصاتو او معیارونو له رعایت څخه څارنه کول.
• د سیمه ییزو تخنیکي ستونزو، نیمګړتیاوو او د منظور شوي ډیزاین او ساحوي وضعیت ترمنځ د توپیرونو پېژندنه او راپور ورکول.
· د کیفیت د کنټرول لپاره د ساختماني موادو، تجهیزاتو او ترسره شوو کارونو د اړوندو ازموینو، تصدیقونو او تخنیکي اسنادو په تعقیب کې ونډه اخیستل.
• د ساحوي موندنو، عکسونو، اندازو، پرمختګونو او ستونزو مستند جوړول او د اصلاح لپاره سپارښتنې وړاندې کول.
5. همغږي، استازیتوب او راپور ورکونه
• د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ له نورو غړو، ملي ټولنو، همکارو مؤسسو، قراردادیانو او اړوندو ادارو سره د واش فعالیتونو په اړه منظمې اړیکې تامین او همغږي کول.
• د اړتیا په صورت کې په تخنیکي غونډو، واش کلسټر، کاري ګروپونو او اړوندو فورمونو کې د افغاني سرې میاشتې استازیتوب کول.
• د واش فعالیتونو د تطبیق په اړه د افغاني سرې میاشتې اړوند څانګو او سیمه ییزو ټیمونو سره همغږي کول.
• د واش پروژو د شاخصونو، لاسته راوړنو، فزیکي پرمختګ، تخنیکي وضعیت او ګټه اخیستونکو اړوند معلومات ثبت او تازه ساتل.
• د پروژو د تخنیکي، پروګرامي او عملیاتي موضوعاتو اړوند معلومات د واش له آمریت سره شریکول.
• د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو پلانونو او راپورونو په برابرولو کې فعاله ونډه اخیستل.
• د زدهکړو، بریالیو تجربو، ننګونو او د پروژو د ښه والي اړوند موارد مستند کول.
6. روزنه او د ظرفیت لوړونه
• د واش سیمه ییزو کارکوونکو، رضاکارانو او د ټولنې د استازو د ظرفیت لوړونې په فعالیتونو کې ونډه اخیستل.
• د واش اړوند فعالیتونو، روغتیا ساتنې په هکله د عامه پوهاوي او نورو موضوعاتو اړوند روزنیزو پروګرامونو په تنظیم او تطبیق کې همکاري کول.
• د سیمه ییزو لیدنو پر مهال د اړتیا وړ عملي لارښوونې او تخنیکي ملاتړ وړاندې کول.
• د واش د ټیم د تخنیکي او پروګرامي ظرفیت لوړونې لپاره د روزنیزو اړتیاوو په پېژندنه کې همکاري کول.
7. بېړنی چمتووالی او غبرګون
• د بېړنیو حالاتو لپاره د واش اړتیاوو د چټکې ارزونې، سکوپینګ او لومړنیو سروېګانو په ترسره کولو کې ګډون کول.
• د بېړنیو حالاتو لپاره د واش تخنیکي طرحو، ابتدایي ډیزاینونو، احجامو د بیلونو او اړتیا وړ تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې ونډه اخیستل.
• د واش اړوند بېړنیو توکو، تجهیزاتو او کیټونو د اړتیا، تدارک، مخکې ځای پر ځای کولو او وېش کې ونډه اخیستل.
• د سیلابونو، وچکالۍ، زلزلو، بېځایه کېدو او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال د واش غبرګون په پلان جوړونه او تطبیق کې همکاري کول.
• د واش په بېړنیو فعالیتونو کې د پرمختګ او اړتیاوو په اړه وخت په وخت معلومات او راپورونه برابرول.
د دندې شرایط:
1. تحصیلات
• په سېول انجینرۍ، اوبو رسولو انجینرۍ، د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې انجینرۍ، یا اړونده انجینرۍ په برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل، د ماسټرۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
• اړونده برخه کې مسلکي روزنې او اضافي زده کړې امتیاز بلل کېږي.
2. کاري تجربه
• د واش پروګرامونو په پلانولو، تطبیق او څارنه کې لږ تر لږه ۵ کاله کاري تجربه درلودل.
3. تخنیکي پوهه او مهارتونه
• د واش پروژو د تخنیکي، ټولنیزي او هایدروجیولوژیکي سروې تر سره کولو په برخه کې ښه پوهه درلودل.
• د واش پروژو د تخنیکي اسنادو، نقشو او ډیزاینونو د چمتو کولو او بیا کتنې وړتیا درلودل.
• د اټوکید، سیول 3D ، جی ای اس، واټرجیمز او ورته نورو تخنیکي سافټویرونو د کارولو وړتیا درلودل.
• د جي پي اس، لېول ماشین، ټوټل سټېشن او د سروې اړوند د نورو وسایلو د کارولو او د سیمه ییزو معلوماتو د راټولولو وړتیا درلودل.
• د هایدروجيولوژیکي سروې، د څاه د موقعیت ټاکنې، د څاه د تخنیکي راپور او د پمپ ټست راپور د تخنیکي ارزونې په برخه کې بنسټیزه پوهه درلودل.
• د اوبو کیفیت، د اوبو د تصفیې بنسټیزو پروسو او د اوبو د خوندیتوب اړوندو اصولو سره بلدتیا درلودل.
• د واش پروژو د کیفیت کنټرول او ارزونې، د موادو د کیفیت ارزونې او ساحوي تخنیکي څارنې تجربه درلودل.
• د واش اړوند معیارونو، تخنیکي لارښودونو او نړیوالو معیارونو لکه Sphere او اړوندو WHO/UNICEF لارښودونو سره بلدتیا لرل.
و د واش فعالیتونو په طرحه او تطبیق کې د جنسیت، شمولیت، خوندیتوب، حساب ورکونې، د ټولنې د ګډون او د زیانمنو ټولنو د اړتیاوو د ادغام په برخه کې پوهه درلودل.
• د سیلابونو، وچکالۍ، زلزلو، بېځایه کېدو او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال د واش غبرګون د پلان جوړونې او تطبیق په برخه کې پوهه او مهارت درلودل.
4. مدیریتي او رهبري وړتیاوې
• د تخنیکي ټیمونو د لارښوونې، څارنې او ظرفیت لوړونې وړتیا درلودل.
• د واش اړوند سیمه ییزو او ولایتي کارکوونکو ته د تخنیکي لارښوونو کولو وړتیا درلودل.
• له څو اړخیزو ټیمونو سره د اغېزمن کار، همغږۍ او ستونزو د حل وړتیا درلودل.
• د خپلواک کار، د لومړیتوبونو ټاکلو او ټاکل شوي وخت په دننه کې د دندو د بشپړولو وړتیا درلودل.
• د تخنیکي ستونزو د تحلیل، حللارو د موندلو او تصمیم نیونې لپاره د مسلکي سپارښتنو وړاندې کولو وړتیا درلودل.
5. ژبنۍ وړتیا
• په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې د خبرو، لیکلو او مسلکي اړیکو ښه وړتیا درلودل.
• په انګلیسي ژبه د تخنیکي راپورونو، پروپوزلونو، برېښنالیکونو او نورو مسلکي اسنادو د لیکلو او تخنیکي غونډو د تعقیب وړتیا درلودل.
6. شخصي وړتیاوې او مسلکي چلند
• د ستونزو د حل او تحلیل وړتیا درلودل.
• دقت، صداقت او تخنیکي کیفیت په پام کې نیول.
• د فشار او بیړنیو حالاتو پر مهال د کار کولو وړتیا درلودل.
• د ګروپي کار، اغېزمنو اړیکو او بینالاداري همکارۍ وړتیا درلودل.
• سفر او په اړوندو سیمو کې کارکولو ته چمتووالی درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.