کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
K

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ډنمارک سره صلیب په مالي او د لزولي پامیر د انجنیري خدمتونو مشورتي شرکت په تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي، چې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د پروګرامي ریاستونو مسؤولین، یو شمېر آمرين او کارکوونکي پکې ګډون لري.

د ورکشاپ په پیل کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د وړ کسانو د ټاکلو او هغو ته د دندو او مسؤولیتونو د سپارلو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي، څو د ادارې په پرمختګ کې مثبت بدلون رامنځته شي. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې له روزنیزو پروګرامونو باید اغېزمنه ګټه واخیستل شي او ترلاسه شوې زده‌ کړې په عملي چارو کې وکارول شي.

د ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د پروژو د طرحې او مدیریت، د اړتیاوو او ستونزو د تحلیل، د پروژو د منطقي چوکاټ او شاخصونو جوړولو، د څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې، د معلوماتو راټولولو، کیفیت او تحلیل، راپور ورکونې او د شواهدو پر بنسټ د پرېکړو، د کاري پلان جوړونې، د مسؤلیتونو وېش، د خطرونو مدیریت او د پروژو د پلي کېدو د چمتووالي په اړه معلومات وړاندې شي. همدارنګه به د پروژو د پلي کېدو، څارنې، راپور ورکونې او پای ته رسولو، د تمویل کوونکو له معیارونو سره سم د پروپوزلونو جوړونې، د اړتیاوو، پایلو، فعالیتونو او شاخصونو د تنظیم، حساب‌ ورکونې، خطرونو، د بوديجې او فعالیتونو د همغږۍ او د پروپوزلونو د کیفیت او معیارونو د ارزونې په برخو کې هم عملي ګروپي کارونه ترسره شي.

د ورکشاپ موخه د پروژو د طرحې، مدیریت، څارنې او ارزونې او همدارنګه د تمویل کوونکو له معیارونو سره سم د معیاري پروپوزلونو د جوړونې په برخو کې د ګډونوالو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د ترلاسه شویو زده‌ کړو عملي کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در بدخشان رسیدگی شده است

یکشنبه، ۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بدخشان، به ۴۸۷۶ بیمار سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه موردنیاز،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۳۹
Background image

لوگر؛ به خانواده‌های قربانیان حادثه ترافیکی کمک نقدی صورت گرفت

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی به ۳ خانواده در ولایت لوگر که مدتی پیش موقع بازگشت از پاکستان، موتر حامل وسایل کوچ‌شان در ولایت لغمان به داخل دریا سقوط کرده بود، کمک نقدی نمود.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۲۰:۵۱
Background image

ننگرهار؛ به خانواده‌های قربانیان حادثه ترافیکی ۹۴ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی صورت گرفت

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی، به خانواده‌های ۹ قربانی حادثه‌ای ترافیکی در ولایت ننگرهار، ۹۴ هزار و ۵۰۰ افغانی مساعدت نمود.

این کمک که با حمایت فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های. . .

BACK TO NEWS