کندهار؛ د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او روغتیايي خدمتونو پر پراختیا خبرې وشوې
شنبه، ۱۸ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار زون له رئیس او یو شمېر نړیوالو کاري شریکانو سره د بشري او روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د کندهار زون رئیس الحاج مولوي عبدالصمد ثاني، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ډاکټر حسام فیصل، د BMGF پروژې د نړیوال پرمختګ د څانګې مشر ډاکټر کریس الیاس او د یادې پروژې لوړپوړې پروګرامي مسؤولې انا ماریا ګوزمان هم ګډون درلود.
د کتنې په ترڅ کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو، روغتیايي خدمتونو، د پولیو واکسین د تطبیق بهیر، د بشري مرستو د اغېزمنې رسونې او د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو د لا پراختیا په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، د روغتیايي مرکزونو د ظرفیت لوړولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او بشري مرستو د اغېزمنې رسونې لپاره ګډې هڅې باید لا پیاوړې شي.
دواړو لوریو د بشري همکاریو پر دوام، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د اړمنو هېوادوالو د اړتیاوو د اغېزمنې رسېدنې لپاره د ګډو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
