کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
K

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.

د غونډې په وروستۍ ورځ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د سکرتر جنرال مرستیالانو، د مرکزي دفتر، زونونو او ولایتي نمایندګیو مسؤولینو، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فیصل او د سره صلیب نړیوالې کمېټې، ترکیې سرې میاشتې، ډنمارک، ناروې، بریتانیا او المان د سره صلیبونو استازو ګډون کړی و.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ورکشاپ د بریالي ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د مرکزي دفتر، زونونو، ولایتي نمایندګیو او نړیوالو کاري شریکانو له همکاریو او فعال ګډون څخه یې مننه وکړه. نوموړي وویل، که څه هم د ورکشاپ موده محدوده وه، خو د ګډونوالو ترمنځ د تجربو او نظرونو تبادله به د ادارې د عملیاتي فعالیتونو په ښه والي کې اغېزمنه تمامه شي.

هغه زیاته کړه، چې د ورکشاپ په ترڅ کې د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د ۳۷ تخنیکي برخو موندنې وارزول شوې او د ټولو ګډونوالو په ګډو سلا مشورو لس مهم لومړیتوبونه وټاکل شول، چې د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي په راتلونکي پلان کې به په پام کې ونیول شي.

نوموړي د مرکزي دفتر، زونونو او ولایتي نمایندګیو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ورکشاپ کې ترلاسه شوې تجربې او زده کړې خپلو همکارانو ته ولېږدوي او په عملي فعالیتونو کې یې پلي کړي. هغه افغاني سره میاشت د بې ‌سرپرسته کورنیو، اړمنو، معلولینو او ناروغانو د خدمت مهم ادرس وباله او ټینګار یې وکړ، چې بشري خدمتونه باید په اخلاص، صداقت او مسؤولیت ترسره شي.

ورپسې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د ورکشاپ د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او څرګنده یې کړه، چې دې تخنیکي بهیر د افغاني سرې میاشتې د عملیاتي چارو د لا ښه تنظیم او پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ کېښود. هغه وویل، د زونونو او ولایتي نمایندګیو مسؤولینو خپلې ساحوي ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او د حل لارو په اړه ګټور بحثونه ترسره شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ورکشاپ له لارې پېښو ته د چمتووالي برخه کې د افغاني سرې میاشتې لومړیتوبونه په روښانه ډول مشخص شول او کاري شریکانو ته هم دا زمینه برابره شوه، چې د دوامدار ملاتړ اړینې برخې وپېژني. هغه ټینګار وکړ، چې نړیوال فدراسیون به خپلې مرستې د ټاکل شویو لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم کړي او د مرستو د جلبولو هڅو ته به دوام ورکړي. همدارنګه یې وویل، چې د ورکشاپ راپور او عملي کاري پلان به د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره شریک او له تایید وروسته به د پلي کېدو لپاره د تطبیق وړ وګرځي.

ورپسې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام وویل، چې دې ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د چمتووالي په برخه کې شته نیمګړتیاوې او د پرمختګ فرصتونه په روښانه ډول مشخص کړل او د ګډ مشارکت له لارې یې د عملي حل‌لارو د ټاکلو زمینه برابره کړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د ۳۷ تخنیکي برخو له ارزونې وروسته ټاکل شوي لس لومړیتوبونه به د شفافیت، حسابدهۍ او د عملیاتي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي او له کاري شریکانو یې وغوښتل، چې د دغو لومړیتوبونو د عملي کېدو لپاره له افغاني سرې میاشتې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

تمه ده، چې د دې ورکشاپ پایلې به د افغاني سرې میاشتې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د عملیاتي ظرفیتونو د لوړولو او د بشري خدمتونو د لا اغېزمن مدیریت لپاره د عملي کاري پلان د بنسټ په توګه وکارول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۲۰:۲۹
Background image

کابل؛ معاون هلال‌احمر افغانی با رئیس عمومی اداره امور درباره همکاری‌های بشردوستانه دیدار نمود

سه‌شنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۸

محترم حافظ عزیزالرحمن، معاون هلال‌احمر افغانی، در دفتر کار خود با محترم شیخ‌الحدیث نورالحق انور، رئیس عمومی اداره امور، و هیئت همراه وی دیدار نمود.

در این دیدار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ نشست چهارروزه تحلیل و تأیید یافته‌های آمادگی برای پاسخ مؤثر به پایان رسید

سه‌شنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۸

 

نشست چهارروزه‌ که از سوی هلال‌احمر افغانی به‌منظور ارزیابی، تحلیل و تأیید یافته‌های آمادگی برای پاسخ مؤثر (PER) برگزار شده بود، پس از انجام بحث‌های همه‌جانبه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۲۰:۲۵
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی درباره تجربه‌ها و درس‌آموخته‌های عملیات زلزله در زون شرق برای کارکنان برگزار شد

دوشنبه، ۱۳ محرم ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی در دفتر مرکزی این نهاد، برای ۳۰ تن از کارکنان آمریت پلان‌گذاری، ریاست‌های جوانان و رضاکاران، حوادث و صحت، و نمایندگی‌های ولایات ننگرهار، کنر و. . .

BACK TO NEWS