لوګر کې د سېلاب ‌ځپلو ملاتړ؛ ۲۵۵ کورنيو ته د نږدې ۳ ميليونه افغانيو په ارزښت مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۲۰:۱۸
L

پنجشنبه، ۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د لوګر ولايت مرکز پل علم، محمد آغې، برکي برک، خروار، خوښۍ او ازرې ولسواليو ۲۵۵ سېلاب‌ ځپلو کورنيو ته د نږدې درې ميليونه افغانيو په ارزښت نغدي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د مرستو د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس، شيخ‌ الحديث شهاب‌ الدين دلاور، د سویل‌ ختيځ زون رئيس مولوي سيد منهاج ‌الدين هاشمي، د لوګر مرستيال والي مولوي محمد انور دين‌ پرور، د لوګر د سرې مياشتې رئيس مولوي سيد هاشم سادات او يو شمېر نورو مسؤولينو ګډون کړی و.

د مرستې د وېش پر مهال عمومي رئيس وويل: افغاني سره مياشت هڅه کوي، څو د خپلو کاري شريکانو په ملاتړ د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله له زيانمنو هېوادوالو سره د مرستو لړۍ روانه وساتي.

ښاغلي دلاور زياته کړه، د دې ادارې له لارې به د هېواد په بېلابېلو سيمو کې اړمنو هېوادوالو ته بشري خدمتونه لا پراخ شي.

په دې مرسته کې ۲۰۵ کورنيو ته د ډنمارک سره صليب په مالي ملاتړ، هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې ټولټال دوه ميليونه، يو سل او دوه پنځوس زره او پنځه سوه (۲,۱۵۲,۵۰۰) افغانۍ کېږي.

دغه راز، له ۵۰ کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته هم وشوه، چې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون له لوري چمتو شوې وه. د هرې کورنۍ لپاره پکې يوه خېمه، ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د پخلنځي د توکو يو سيټ او يوه د اوبو بوشکه شامله وه.

افغاني سره مياشت د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو هېوادوالو سره د ملاتړ او لاسنيوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ ۱۲ روزه مدیریت مشکلات آغاز شد

شنبه، ۱۵ ذوالقعده ۱۴۴۷

ورکشاپ آموزشی ۱۲ روزه در بخش مدیریت مشکلات برای مشاورین روانی و داکتران، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی، آغاز شد.

این ورکشاپ با حمایت مالی صلیب سرخ دنمارک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

ارزگان؛ هزاران بیمار از خدمات صحی هلال احمر افغانی بهره‌مند شدند

شنبه، ۱۵ ذوالقعده ١۴۴٧

کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت ارزگان به ۱۷۰۷ بیمار خدمات صحی مانند: توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

نورستان؛ توزیع کمک‌ها به ۱۷ هزار خانواده آسیب‌دیده از جنگ در ولسوالی‌های کامدیش و برگمتال به پایان رسید

شنبه، ۱۵ ذوالقعده ۱۴۴۷

توزیع کمک‌های بشردوستانه به ۱۷ هزار خانواده آسیب‌دیده از جنگ در ولسوالی‌های کامدیش و برگمتال ولایت نورستان، امروز تکمیل شد.

بر اساس پلان تعیین‌شده، در ولسوالی. . .

BACK TO NEWS