پنجشير؛ د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
چهارشنبه، ٢١ شوال ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پنجشير ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٦٤٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٥٥٥ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
